افغانستان په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ ته ماته ورکړه

6 سنبله 1397 ساعت 8:40

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو یو ورځینو یا پنځوس اوریزه سیالیو د لړۍ لومړی لوبه د ۲۹ منډو په توپیر سره د ایرلنډ څخه وګتله.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو یو ورځینو یا پنځوس اوریزه سیالیو د لړۍ لومړی لوبه د ۲۹ منډو په توپیر سره د ایرلنډ څخه وګتله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډولو تر منځ د دغه لوبو لړۍ پرون دوشنبې د وږي ۶ مه ایرلنډ کې پیل شوې، چې د لومړۍ لوبې ټاس یا پچه ایرلنډ وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۷ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۲۸ منډو هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې ګلبدین نایب ۶۴، حشمت الله شهیدي ۵۴، رحمت شاه ۲۹ او لوبډل مشر اصغر افغان ۲۵ منډې جوړې کړې.

که څه هم د ایرلنډ توپ وهونکو ته په کتو د افغانستان منډې لږ څه کمې وې خو د افغان توپ اچوونکو ښه توپ اچونه د دې سبب شوه، چې ایرلنډ ورکړای شوی هدف پوره نه کړي.

د افغان توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې له کبله د ایرلنډ ټوله لوبډه په ۴۸ اور کې د ۱۹۸ منډو په تر سره کولو وسوځېده او دغه لوبه یې د ۲۹ منډو په توپیر افغان لوبډلې ته وبایلله.

په توپ اچونه کې، راشد ارمان، محمد نبي او افتاب عالم دوه دوه او مجیب الرحمن او ګلبدین نایب یو یو لوبغاړی وسوځول او دوه همر رن اوټ شول.

باید و ویل شي، چې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د دغه لوبلړۍ دوهمه لوبه سبا د وږي ۸ مه د کابل پر وخت ۲:۱۵ بجې پیلېږي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان له دغه لوبو وړاندې د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ هم د ایرلنډ څخه ګټلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107702

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107702/

جمهور
  https://www.jomhornews.com