د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس شخصي امنیتي کمپنیو ته د افغان جګړې سپارولو خبره رد کړه او دا یې یو ناعاقلانه چاره وبلله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متیس چې پرون سه شنبي د وږي ۶ مه یې دفاع وزارت یا پنټاګونو کې د امريکا د لوى درستيزانو د جرگه گۍ مشر جوزف ډنفورډ تر څنګ یوه خبري غونده کې خبرې کولې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د ايستلو او د هغوى پر ځاى د خصوصي ځواکونو ديره کولو وړانديز رد کړ.
نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، کله چې امريکايانو د خپل ولس اعتبار له خطر سره مخ کړى نو خصوصي کول يې معقول نظر نه برېښي.
د افغان جگړې د خصوصي کولو موضوع هغه مهال ګرمه شوه، چې د بلېک واټر امنيتي شرکت مشر ارېک پرنس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندیز کړی وو چې افغان جګړه خصوصي کمپنیو ته وسپاري.
له دې سره تر څنګ دا راپورنه هم ورکړل شول، چې ګواګي د ټرمپ اداره هم د افغان جګړې خصوصي کولو ته لېواله ده او ښايي دغه طرحه وارزوي.
د ولسمشر ټرمپ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن هم څو اوونۍ وړاندې د افغان جگړې د خصوصي کېدا خبره بشپړه رد نه کړه.
خو وروسته خپله ولسمشر ټرمپ هم دا خبره رد کړه، او ویلي یې و، چې هېڅ اړتیا نشته چې دغه طرحه و ارزول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل