۰
روسیه:

سوریه کې یاغیان د کیمیاوي وسلو د برید تیاری نیسي

چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سوریه کې یاغیان د کیمیاوي وسلو د برید تیاری نیسي.
سوریه کې یاغیان د کیمیاوي وسلو د برید تیاری نیسي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سوریه کې یاغیان د کیمیاوي وسلو د برید تیاری نیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسي چارواکي زیاتوي، یاغیان د کیمیاوي وسلو برید پدې خاطر کوي چې د سوریې په حکومتي ځواکونو د غربي هیوادنو برید ته لار بهانه پیدا کړي.

د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې ریاب کوف پرون شنبې ویلي، د لیوانت د آزادۍ جبهې په نامه ډله چې د القاعده د شبکې سره تړلې ده، پلان لري چې د ادلیب ولایت په شمالي برخو کې د کیماوي وسلو برید وکړي.

د هغه په وینا د وایټ هیلمیټ په نامه د ژغورنې ډله به د دغو بریدونو ویډیو ثبت کړي.

روسیې پدې ډلې تور لګولی چې په سوریه کې د مخکنیو بریدونو په هکله یې هم نا سم معلومات خپاره کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي