۰

کونړ کې چاودنې ۱۹ تن ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۵
سیمه ییز چارواکي په کونړ ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ۱۹ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
کونړ کې چاودنې ۱۹ تن ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي په کونړ ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ۱۹ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د وږي ۶ مه د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ د غني کڅ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصميم وايي، چاودنه د ولسي وګړو په موټر شوې، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا د پېښې ټپیان د کونړ مرکز اسعدآباد کې ولایتي رغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي