ملګري ملتونه له طالبانو غوښتي، چې له افغان حکومت سره اوربند وکړي

7 سنبله 1397 ساعت 10:23

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر وسله والو طالبانو غږ کړي، چې ژر تر ژره له افغان حکومت سره اوربند ومني او اوربند وکړي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر وسله والو طالبانو غږ کړي، چې ژر تر ژره له افغان حکومت سره اوربند ومني او اوربند وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه غوښتنه د تېرې دوشنبې د وږي ۵ مه په نیویارک کې تر غوندې وروسته په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز له طالبانو غوښتل شوي، چې د فبرورۍ په ۲۸ مه چې د ولسمشر غني د سولې له قید او شرط پرته کوم وړاندیز طالبانو ته کړی دی، هغه ته دې هم غاړه کېږدي.

په یاده اعلامیه کې ټینګار شوی دی، چې د افغان سولې خبرې باید د افغانانو تر منځ د افغانانو په مشرۍ تر سره شي او دغه راز یې په افغانستان کې د رڼو ټاکنو پر تر سره کېدو هم ټینګار کړی دی.

ملګري ملتونه یادې څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې ولسمشر غني تر لوی اختر یوه ورځ مخکې د زمري له ۲۹مې د لړم تر ۲۹ پورې د درې میاشتو په مخه له طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ، خو طالبانو دغه اوربند رد کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107744

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107744/

جمهور
  https://www.jomhornews.com