۰
ترکیه:

د امریکا خبرو ته نه ګورو، له روسیې اس ۴۰۰ سېستم اخلو

چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۸
ترکي چارواکي وايي، له روسیې څخه د اس ۴۰۰ سېستم اخستل د ترکیې یوه اړتیا ده او په دې برخه کې به د امریکا غوښتنو او بندیزونو ته ونه ګوري.
د امریکا خبرو ته نه ګورو، له روسیې اس ۴۰۰ سېستم اخلو
ترکي چارواکي وايي، له روسیې څخه د اس ۴۰۰ سېستم اخستل د ترکیې یوه اړتیا ده او په دې برخه کې به د امریکا غوښتنو او بندیزونو ته ونه ګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو کړې او ویلي یې دي، چې له روسیې څخه د اس ۴۰۰ دفاعي سېستم پېرل یو انتخاب نه بلکي یوه اړتیا ده.

د هغه په وینا ترکیه مجبوره نه ده مچې د امریکا نا عادلانه پرېکړې پر نورو هېوادونو هم تطبیق کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر امریکا او اروپایي ټولنې ته په اشارې سره ویلي، ترکیې له روسیې سره خپله ملګرتیا د نورو هېوادونو او سازمانونو په غوښتنه نه شي خرابولی بلکې دغه هېواد په خپل بهرني سیاست کې خپلواک دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي