چینايي رسنۍ وایي، چین غواړي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره یو پوځي روزنیز مرکز یا پنډغالی جوړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور د ساوت چينا مارنېنگ پوسټ په نوم چينايۍ ورځپاڼې ورکړی دی.
ورځپاڼې لیکلي، ټاکل شوې دا پوځي روزنيز پنډغالي د بدخشان په واخان سيمه کې جوړ شي چې لګښت يې چين ورکوي.
د ورځپاڼې د معلوماتو پر اساس د پنډغالي د جوړېدو چارې پیل شوې او کله چې بشپړ شي د چينايي پوځيانو يو ٥٠٠ کسيز کنډک به د روزنې لپاره هلته ولېږل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل