۰

غزني او فاریاب کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۶
د هېواد ملي دفاع وزارت غزني او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
غزني او فاریاب کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
د هېواد ملي دفاع وزارت غزني او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د وږي ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات پرون د غزني په اندړو او د فاریاب په کوهستانات ولسوالیو کې تر سره شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د غزني په اندړو کې د عملیاتو پر مهال ۱۸ وسله وال وژل شوي، پنځه ټپیان، له چاوېدونکو توکو ډک یو عراده موټر او دوه موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

دغه راز خبرياڼه زیاتوي، چې د فاریاب په کوهستانات ولسوالۍ کې د بیا د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰ وسله وال وژل شوي، ۱۵ ټپیان، دوه تنه اسیر او د طالبانو پنځه عرادې موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي