۰

د کابل د سیند غاړو د بڼې د بدلون پروژې تړون لاسلیک شوه

چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۴
د کابل د سیند غاړو د تحول پروژې (د بڼې بدلون) تړون د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابیني په غونده کې لاسلیک شوه.
د کابل د سیند غاړو د بڼې د بدلون پروژې تړون لاسلیک شوه
د کابل د سیند غاړو د تحول پروژې (د بڼې بدلون) تړون د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابیني په غونده کې لاسلیک شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د ولسمشر په مشرۍ د کابینې غونډه نن چهارشنبې د وږي ۷مه ارګ کې جوړه شوې وه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تړون  مالیې وزارت سرپرست ‎ډاکتر همایون قیومي، د ښار او کورجوړولو وزارت سرپرست روشان ولس‌مل، په کابل کې د المان سفارت شارژدافیر کریستوف پیکیس او د اغا خان د فرهنګي بنسټ رئیس اجمل میوندي ترمنځ لاسلیک شو.

د کابل د سیند غاړو د تحول (د بڼې بدلون) پروژه کې د صنعتي ماشین‌خانې او کامپلکس نوې جوړونه او بیارغاونه، په ده‏افغانان، انداربي، جوی شیر سیمو او د چنداول په لومړۍ او دویمه ناحیه کې د اجتماعي، اقتصادي او محیطي شرایطو ښه والي، د سیمه‎ییزه پراختیایي شوراګانو په ګډون د فرهنګي میراثونو ساتنه، د عمومي او زرغونو سیمو بیارغاونه او د جنګلک د ښوونې او روزنې په مرکز کې د لاسي صنایو او ساخت و ساز اړوند صنایعو کې د حرفوي روزنو له لارې د اقتصادي لیدلورو رامنځته کول شامل دي.

خبرپاڼه وایي، دغه پروژه د۱۸،۸۵۰ میلیون یورو لګښت لري چې د کابل ښار د اجتماعي او اقتصادي زیربناو د ښه کېدو او احیا په برخه کې د المان د بلاعوضه مرستو څخه ده.

سرچینه کاږي، چې دغه پروژه د ۲۰۱۸ کال د اګست څخه د ۲۰۲۰ کال تر دسمبر پورې پلې کېږي.



جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي