افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د چین د دولت وزیر چینګ ګوپینګ د افغانستان او چین تر منځ په دوه اړخیزه اړیکو او ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې وکړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني پرون چهارشنبې د وږي ۷ مه ارګ کې د چین د دولت له وزیر سره ولیدل.
سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو د ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې د خبرو او ټینګار تر څنګ سیمه کې د امنیت او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې ترورېزم د دواړو هېوادونو او نړۍ ګډ دښمن دی، چې په ګډه یې باید مخنیوی وشي.
په دغه لیدنه کې د افغانستان او چین تر منځ پر اقتصادي او سوداګریزه چارو هم خبرې شوې دي.
بل خوا د چین د دولت وزیر په خپلو خبرو کې د ولسمشر غني له خوا د مشروط اوربند له اعلان څخه هر کلی او ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې د افغان سولې په برخه کې مرستو او همکاریو ته ژمن دی.
د چین د دولت وزیر چینګ ګوپینګ ویلي، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې او ثبات د خبرو پلوي دی.
هغه زیاته کړه چې د چین ولسمشر شي جینګ پینګ هم په همدې نظر دی، چې افغانستان باید هېوادونو تر منځ د هماهنګۍ په مرکز او دغه راز د سیمې د اقتصادي د پراختیا مرکز شي.
جمهورخبري آژانس:کابل