۰

د بښنې نړیواله ټولنه، فنلنډ دې افغان کډوال نه وباسي

پنجشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۵
فېنلنډ کې د بښنې نړيوالې ټولنې دفتر د دغه هېواد له دولت غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ ودروي.
د بښنې نړیواله ټولنه، فنلنډ دې افغان کډوال نه وباسي
فېنلنډ کې د بښنې نړيوالې ټولنې دفتر د دغه هېواد له دولت غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ ودروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فېنلنډۍ يو تي يست ورځپاڼې ليکلي چې تېره يکشنبه افغانستان لپاره د فېنلنډ سفير يوې راډيويي خپرونې ته وويل، رسنۍ د افغانستان د حالاتو په تړاو مبالغه کوي نو دوی غواړي افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې وضعیت ښه دی او کډوالو ته په کار ده، چې د حکومت له پرېکړې سره مخالفت و نه کړي.

خو د یادې رسنۍ د معلوماتو پر بنسټ د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې لا هم وضعیت د اندېښنې وړ دی، ترهګرې ډلې د خلکو ژوند ته ګواښونه جوړوي کړي دي.

د بښنې نړیوالې ټولنې همدې ستونزو ته په کتو د فنلنډ په ګډون نورو هېوادونو ته په کار ده، چې د افغان کډوالو ستنول ودروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي