کاپيسا کې یوې ۲۲ کلنې نجلۍ ځان ځان وژنه کړې ده

8 سنبله 1397 ساعت 13:30

سیمه ییز چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې یوې ۲۲ کلنې نجلۍ وروسته له هغې ځان وژنه کړې، چې د کورنۍ له خوا یې له خوښې پرته یوه کس ته کوزده کړای شوې وه.


سیمه ییز چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې یوې ۲۲ کلنې نجلۍ وروسته له هغې ځان وژنه کړې، چې د کورنۍ له خوا یې له خوښې پرته یوه کس ته کوزده کړای شوې وه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د وږي ۷مه) د کاپیسا ولایت مرکز د ملا دادخیلو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د کاپیسا د پولیسو مشر عبدالبصیر خپلواک وايي، دغه ۲۲ کلنه پېغله شریفه نومېده او کورنۍ د دې له خوښې پرته یوه هلک ته په کوژده ورکړې وه.

نوموړي زیاته کړې، چې له همدې امله شریفې پرون شپه د موږک وژنې دارو خوړلي او خپل ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.

د کاپيسا د پولیسو مشر وايي، د پېښې د لا پلټنو له پاره د پولیسو څېړنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 


د مطلب کود: 107795

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107795/

جمهور
  https://www.jomhornews.com