۰

افغان له ایرلنډ نه د ۵۰ اوریزه لوبو جام هم وګاټه

شنبی ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۱
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ له ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزه یا یو ورځینو سیالیو لړۍ دوه یو وګټله او د دغه لړۍ جام یې په خپل نوم کړ.
افغان له ایرلنډ نه د ۵۰ اوریزه لوبو جام هم وګاټه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ له ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزه یا یو ورځینو سیالیو لړۍ دوه یو وګټله او د دغه لړۍ جام یې په خپل نوم کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د ۵۰ اوریزه لوبو درېیمه او وروستۍ لوبه پرون جمعه د وږي ۹ مه ایرلنډ کې تر سره شوه.

د لوبې پچه یا ټاس ایرلنډ لوبډلې وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو د ۱۲۵ هدف په ټاکلو سره یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د افغان توپ اچوونکو توپ اچونه خورا ښه وه، راشد خان درې، محمد نبي، افتاب عالم او ګلبدین دوه دوه او اصغر افغان یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان د توپ وهنې پیل ښه نه و، شهزاد محمد په دوهم اور کې په ۱ منډه خپله وېکټه له لاسه ورکړه خو تر هغې وروسته احسان الله منګل او رحمت شاه زرمتي ښه ملګرتیا وکړه.

له ۳۳ منډو وروسته رحمت شاه هم خپله وېکټه له لاسه ورکړه، خو احسان الله او حشمت الله شهیدي وکولای شوای، چې د هدف تر پوره کېدو پورې ودرېږي او لوبه د افغانستان بریا پای ته ورسوي.

احسان الله منګل ښه لوبه وکړه، ۵۵ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او دغه راز حمشت الله شهیدي هم ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په دې سره افغانستان د ۵۰ اوریزه یا یو ورځنیو لوبو لړۍ له ایرلنډ څخه دوه – یو وګټله او د دې لوبو جام یې هم په خپل نوم کړ.

د لوبې او په ټول کې د لړۍ غوره لوبغاړی راشد خان شو او په خپلو خبرو کې یې و ویل، که څه هم د ایرلنډ میدانونه د ورو توپ اچوونکو پر وړاندې سخت و، خو خوښ دی، چې ښه لوبه یې وګړه.

باید و ویل شي، چې افغانستان له دې وړاندې د شل اوریزه لوبو لړۍ هم له ایرلنډ څخه درې – صفر کټلې وه.

د یادونې وړ ده، چې افغان ملي لوبډله به له دې وروسته متحده عربي اماراتو ته ځي تر څو هلته په راتلونکي آسیا جام سیالیو کې برخه واخلي.

دغه لوبې روانه سپټمبر میاشت کې پیلېږي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه په ۱۷ نېټه له سريلانکا سره وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي