امریکا له فلسطیني کډوالو سره مرستې درولې دي

10 سنبله 1397 ساعت 8:37

د فلسطین حکومتي چارواکي وايي، امریکا د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې سره د فلسطینې کډوالو له پاره مرستې درولې دي.


د فلسطین حکومتي چارواکي وايي، امریکا د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې سره د فلسطینې کډوالو له پاره مرستې درولې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فلسطین د حکومت یوه ویاند ویلي، امریکا له فلسطیني کډوالو سره هغه مرسته نه کوي، چې پخوا یې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې ته د کډوالو د لاسنوي په موخه ورکولې.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي، دوی د کډوالو په اداره کې د ستونزو له امله دغه مرستې ځنډولې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې امریکا هر څه له نږدې څاري، خو پرېکړه یې کړې چې له فلسطیني کډوالو سره کېدونکې مرستې ودروي.

دغه راز د کډوالو نړیوالې ادارې بیا ویلي، چې د دوی په چارو کې هېڅ راز ستونزه نشته او د امریکا مرستې یې تل، په لبنان او نورو سیمو کې اړو فلسطیني کډوالو ته رسولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107814

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107814/

جمهور
  https://www.jomhornews.com