۰
سیګار:

له حکمتیار سره د سولې هوکړه، مثبت اغېز نه دی کړی

شنبی ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۷
سیګار یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا مفتش وايي، د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړې، د سولې پر بهیر قطعي اغېز نه دی کړی.
له حکمتیار سره د سولې هوکړه، مثبت اغېز نه دی کړی
سیګار یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا مفتش وايي، د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړې، د سولې پر بهیر قطعي اغېز نه دی کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له قوله یادې څرګندونې کړې او زیاته کړې یې ده، چې افغان حکومت له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، دغه ډلې له جګړو لاس واخیست خو دغه هوکړې د سولې پر بهیر قطعي اغېز نه دی کړی.

د سیګار په راپور کې راغلي، ټول لوړپوړي افغان چارواکي د ولسمشر غني په ګډون په دې باور و، چې که ګلبدین حکمتیار سوله وکړي، نو ښايي نورې وسله والې ډلې هم دده په شان سولې او مذاکراتو ته زړه ښه کړي، خو دغه هوکړې د سولې پر بهیر او سولې ته نورو ډلو په هڅولو کې مثبت اغېز نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سره له دې چې د حکمتیار راتګ د سولې پر بهیر اغېز نه دی کړی، خو د سولې له پروسې سره ددغه ګوند یو ځای کېدل مهم ګام و او دوی په ښه سترګه ورته ګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي