۰

کونړ کې ۱۰ داعشیان او ۴ د القاعده غړي وژل شوي دي

شنبی ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۸
ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۰ داعشیان او څلور د القاعده شبکې غړي وژل شوي دي.
کونړ کې ۱۰ داعشیان او ۴ د القاعده غړي وژل شوي دي
ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۰ داعشیان او څلور د القاعده شبکې غړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ختیځ زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نن شنبې د وږي ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات د کونړ په څوکۍ او وټه پور ولسوالیو کې تر سره شوی دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو په څوکۍ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۰ داعشیان وژلي او درې نور يې ټپیان کړي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان هم په څوک ولسوالۍ کې د ګډو عملیاتو د پیل خبر ورکوي، چې په وینا یې دغه عملیات لا هم د یادې ولسوالۍ په دېوګل دره کې روان دي او زیاتې سمیې له وسله والو نیول شوې دي.

بل خوا د ۲۰۱ سېلاب قول رادو په خبرپاڼه کې ویلي، چې د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې څلور داعشیان وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، وژل شوي کسان حبیب الرحمن مشهور په مالک، سیدآجان، نعمت الله او ملا جان نومېږي، خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي