د افغانستان ملي دفاع وزارت په پکتیا ولایت کې د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې د ۵۲ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، خو وسله وال طالبان دغه خبر ردوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن شنبې د وږي ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان هوايي ځواک تېره ورځ د پکتیا په احمد آبا ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي، په دغه هوايي بریدونو کې چې د طالبانو پر پټنځایونو تر سره شوي، ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ملي دفاع وزارت دغه خبر رد کړی او ویلي یې دي، چې په احمدآباد ولسوالۍ کې د دوی یوه ملګري ته هم زیان نه دی رسېدلی.
مجاهد پر خپله فسبوک پاڼه د دفاع وزارت دغه خبر کاذبه ادعا بللې او ویلي یې دي، چې په احمدآباد ولسوالۍ کې هېڅ پېښه نه ده رامنځ ته شوې.
جمهورخبري آژانس:کابل