۰

۱۴ میلیونه ماشومانو ته د شري ضد واکسین ورکړل کېږي

شنبی ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۴
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، ټاکل شوې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۴ میلیونه ماشومانو ته د شري یا سرخکانو ناورغۍ ضد واکسین ورکړل شي.
۱۴ میلیونه ماشومانو ته د شري ضد واکسین ورکړل کېږي
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، ټاکل شوې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۴ میلیونه ماشومانو ته د شري یا سرخکانو ناورغۍ ضد واکسین ورکړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز نن شنبې د وږي ۱۰ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې ان د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې به هم افغان ماشومانو ته دغه واکسین ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه واکسین به په دوه دورو کې هغه ۱۳.۸ میلیونه ماشومانو ته ورکړل شي، چې عمرونه یې له ۹ میاشتو تر ۱۰ کلونو پورې وي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، د دغه واکسین د تطبیق له پاره ۴۱ زره کسانو ته زده کړې ورکړل شوې او د واکسین پر پروسه به ۸.۷ میلیونه ډالر لګښت راشي، چې د واکسین د نړیوال ائتلاف له خوا ورکول کېږي.

ښاغلي فیروز و ویل که څه هم اوس مهال هېواد کې تر ۶۰ سلنې ماشومان واکسین ته لاس رسی لري، خو دا چې په دې وروستیو کې د شري یا سرخکانو ناورغي زیاته شوې، نو وزارت پتېلي، چې پر ضد یې د واکسین لړۍ پراخه کړي.

دی وایي، د واکسین دغه لړۍ به په روغتیايي مرکزونو، مسجدونو، ښوونځیو او نورو عامه ځایونو کې تر سره کېږي، او په دې برخه کې یې له دیني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو د مرستې غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر ټینګار وکړ، چې ټول میندې او پلرونه باید خپلو ماشومانو ته چې عمرونه یې له ۹ میاتو تر ۱۰ کلونو پورې وي د شري ضد دغه واکسین وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 



a
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي