ولسمشر محمد اشرف غني له غرمې مخکې د کریم اغا خان بنسټ له سفیرې سره په ارګ کې کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه کتنه کې چې نن شنبې د وږي ۱۰ مه وشوه د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د انرژۍ، مخابراتو او کرنې په برخوکې د اغاخان بنسټ د پروژو او په افغانستان کې اړوندو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د اسانتیاو په اړه بحث او خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې اړوندې ادارې به د اغاخان بنسټ په ګډون د خصوصي سکتور ټولو بنسټونو او پانګوالو ته چې په افغانستان کې پانګونه کوي قانوني اسانتیاوې برابرې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل