۰

بلخ ولایت کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ چورلکه لوېدلې ده

یکشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ یوه چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.
بلخ ولایت کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ چورلکه لوېدلې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ یوه چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي زیاتوي، چې دغه پېښه نن یک شنبې د وږي ۱۱ مه په شاهین قول اردو کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې غورځېدلې الوتکه د یوې بهرنۍ کمپنۍ وه او فاریاب ته یې پوځيان لېږدول چې تر پورته کېدو وروسته غورځېدلې ده.

تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته، خو لومړی پلټنې ښيي، چې چورلکه د تختکي ستونزو له کبله لوېدلې ده.

جمهورخبري آژانس:بلخ


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي