۰

افغانستان د اسيا جام سیاليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

یکشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۳
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د اسیايي جام سياليو لپاره خپله۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
افغانستان د اسيا جام سیاليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د اسیايي جام سياليو لپاره خپله۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرکټ بورډ ادارې نن یکشنبې د وږي ۱۱ مه دغه اعلان وکړ او د بورډ د غوراوي کمېټې د مشر نوروز خان منګل په وینا منیر احمد کاکړ چې یو نوی او ځوان لوبغاړی دی هم په کې شامل شوی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د غوراوي کمېټې مشر ښاغلي منګل زیاته کړه، چې دولت ځدراڼ ته ډاکټرانو اجازه نه ده ورکړې او لا هم تر درملنې لاندې دی.

باید و ویل شي، چې اسيايي جام سيالۍ د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي او د همدې میاشتې تر ۲۸ نيټې به دوام لري.

دا ځل اسيايي جام سيالۍ چې شپږ لوبډلې پکې برخه لري، چې په ګروپي بڼه مخ ته ځي په دې سیالیو کې افغانستان، بنګله دیش او سریلانکا به سره بخت ازمايي.

پاکستان، هندوستان او یوه بله لوبډله چې د لار موندنې له پړاو به راوځي، بل ګروپ کې له یوه بل سره مخ کېږي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډلې په توګه افغانستان د لومړي ځل لپاره په اسیا جام سیالیو کې برخه اخلي.

باید  و ویل شي، چې افغانستان دوه ورځې وړاندې هم په شل اوریز او هم په پنځوس اوریز لوبو کې ایرلنډ ته ماته ورکړه او دواړو سریزونو جامونه یې په خپل نوم کړل.

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي