ننګرهار کې دوه پاکستاني داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شول

11 سنبله 1397 ساعت 13:23

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې دوه داعش وسله وال چې د پاکستان وګړي دي، د افغانستان ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې دوه داعش وسله وال چې د پاکستان وګړي دي، د افغانستان ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دوه تسلیم شوي داعشیان د ډېورنډ کرښې پورې غاړې اورکزیو قوم پورې تړاو لري.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، نیول شوو کسانو څلور کاله وړاندي د حکومت سره په جګړه لاس پوريکړې وه او اوس له دوه میله وسلو سره یو ځای یې ځانونه ملي امنیت ته سپارلي دي.

باید و ویل شي، چې داعش د افغانستان په کچه په ننګرهار ولایت کې ډېر فعال دی، چې د افغان چارواکو په وینا زیاتره غړي یې پاکستانیان دي.

دا دعشیان په داسې حال کې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، چې څو ورځې وړاندې افغانستان لپاره د داعشیانو مشر ابوسعید ارهابي چې پاکستانی و هم په دې ولایت کې په یوه هوایي برید کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 107868

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107868/

جمهور
  https://www.jomhornews.com