امریکايي جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه خپله دنده پیل کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ۵۷ کلن امریکايي جنرال نن یکشنبې د وږي ۱۱ مه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.
سکاټ مېلر چې د امریکا په پوځ کې مهم کس دی او تر دې وړاندې یې په ګڼو نظامي برخو کې فعالیت تر سره کړی دی د دوه کلونو له پاره افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وي.
هغه د دندې د پیل په مراسمو کې و ویل، چې له ترهګرۍ سره به جدي مبارزه وکړي او د افغانانو د ساتنې لپاره به خپلې ټولې هلې ځلې ترسره کړي.
دغه راز هغه جنرال جان نیکولسن له فعالیتونو مننه کړې ده او هغه یې د قدر وړ بللي دي.
باید و ویل شي، چې د مېلر د معرفۍ په مراسمو کې، ګڼو افغان چارواکو او د بهرنیو سفارتونو استازو ګډون کړی و.
جمهورخبري آژانس:کابل