سکاټ مېلر د جان نېکولسن پر ځای افغانستان کې دنده پیل کړه

11 سنبله 1397 ساعت 13:31

امریکايي جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه خپله دنده پیل کړه.


امریکايي جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه خپله دنده پیل کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ۵۷ کلن امریکايي جنرال نن یکشنبې د وږي ۱۱ مه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.

سکاټ مېلر چې د امریکا په پوځ کې مهم کس دی او تر دې وړاندې یې په ګڼو نظامي برخو کې فعالیت تر سره کړی دی د دوه کلونو له پاره افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وي.

هغه د دندې د پیل په مراسمو کې و ویل، چې له ترهګرۍ سره به جدي مبارزه وکړي او د افغانانو د ساتنې لپاره به خپلې ټولې هلې ځلې ترسره کړي.

دغه راز هغه  جنرال جان نیکولسن له فعالیتونو مننه کړې ده او هغه یې د قدر وړ بللي دي.

باید و ویل شي، چې د مېلر د معرفۍ په مراسمو کې، ګڼو افغان چارواکو او د بهرنیو سفارتونو استازو ګډون کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107869

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107869/

جمهور
  https://www.jomhornews.com