راپورونه وايي، د امریکا د سوداګرۍ وزارت غواړي د راکټي او اټومي ازمایښتونو اړوندو فعالیتونو په برخه کې د پاکستان پر دوه کمپنیو بندیزونه ولګوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي ورځپاڼې ټایمز اف انډیا دا دوه کمپنۍ ټیکنالوژي لینک پرایویټ لمیټډ او بله یې ټیکنالوژي سروسز ده.
په راپور کې د امریکا د سوداګرۍ وزارت له قوله ویل شوي، چې دغه کمپنۍ داسې فعالیتونو کې ښکیلې دي چې د امریکا د ملي ګټو یا بهرنۍ کړنلارې سره په ټکر کې دي.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت له خوا په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي، ټیکنالوژي لینکس پرایویټ لمیټډ کمپنۍ چې په پاکستان کې فعالیت کوي ځکه د بندیزونو په لېست کې شامله شوې چې د اټومي او راکټي ازمایښتونو اړونده فعالیتونو کې له لازم لایسنس لرلو پرته برخه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا تازه پر پاکستان د ۳۰۰ میلیونو دالرو مرسته هم بنده کړې او وايي دغه اقدامات یې د دې په خاطر کړي، چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې لکه څنګه چې د امریکا تمه ده، هغسې نه ده کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل