ځايي سرچینې وايي، وسله والو کسانو په پکتیا ولایت کې دوه ښوونځي په بمونو الوځولي او یو بل ښوونځی یې په راکېت ویشتی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د وږي ۱۲ مه سهار شاخوا پنځه بجې د پکتیا ولایت مرکز ښرنه کې رامنځ ته شوې ده.
ځايي سرچینې زیاتوي، چې وسله والو د حضرت بلال او سید جلال بخاري په نامه ښوونځي په بمونو الوځولي او دغه راز یې د خواجه خېلو لېسې اداره په راکېټ ویشتې ده.
تر اوسه د پکتیا چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم ښوونځیو ته د اوښتي زیان په اړه معلومات شته.
د پېښې مسؤولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.
جمهورخبري آژانس:پکتیا