۰

بلخ ولایت کې دوه سیمې طالبانو ولکه کړې دي

دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د تانه او چاهي سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
بلخ ولایت کې دوه سیمې طالبانو ولکه کړې دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د تانه او چاهي سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکو ویلي طالبانو تېره شپه د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ د تانه پر کلي او د دولت آباد ولسوالۍ د چاهي پر کلي بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، دغه کلي، چې امنیت یې د سیمه ییزه پاڅونوالو له خوا ساتل کېده، د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرازق قادري د چهاربولکه د کلي سقوط تاييد وي خو د دولت آباد ولسوالي د چاهي په اړه وايي، سیمه ییزه امنیتي ځواکونو تکتیکي شا تګ کړی دی.
 
طالبانو هم د دغه کلیو د نیولو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي، چې امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې خو امنیتي چارواکي یې دغه ادعا نه مني.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي