۰

ولسي جرګې ته یو نوماند کابل کې وژل شوی دی

سی شنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۶
پولیس چارواکي وايي، له پروان ولایت څخه ولسي جرګې ته یو نوماندان پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی دی.
ولسي جرګې ته یو نوماند کابل کې وژل شوی دی
پولیس چارواکي وايي، له پروان ولایت څخه ولسي جرګې ته یو نوماندان پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د وږي ۱۲ مه د کابل ښار په زړه او یوه دیپلوماتیکه سیمه شېرپور کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، وژل شوی نوماندان مولوي محمد انور نیازی نومېږي او د پروان ولایت څخه یې ځان ولسي جرګې ته نوماند کړی وو.

د هغه په وینا بم د مولوي محمد انور نیازي په موټر پورې نښلول شوی و، چې په چاودنه کې یې نوموړی وژل شوي او په موټر کې سپاره درې کسان ورسره ټپیان شوي دي.

ویل کېږي نیازی هم په پیل کې ټپي وو، خو روغتون ته په لار یې ساه ورکړې ده.

باید و ویل شي، چې مولوي محمد انور نیازی د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي