۰
پاکستان:

افغانستان کې د هند هېڅ رول راته د منلو نه دی

سی شنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۴
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي، چې اسلام آباد په افغانستان کې د هند د هر راز رول مخالف دی او همدا ټکی یې له امریکا سره هم د اختلاف لامل دی.
افغانستان کې د هند هېڅ رول راته د منلو نه دی
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي، چې اسلام آباد په افغانستان کې د هند د هر راز رول مخالف دی او همدا ټکی یې له امریکا سره هم د اختلاف لامل دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زیاته کړې، چې د همدې موضوع په اړه د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه دوه ځلې کابل ته سفر کړی دی.

نوموړي ویلي، چې د دې کتنو په ترڅ کې له افغان او امریکايي چارواکو سره د امریکا د پلانونو او په افغانستان کې هند ته د رول ورکولو په باب خبرې کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر وايي، اسلام اباد په افغانستان کې د هند د هرراز رول مخالف دی او په دې برخه کې د پاکستان او امریکا په دریځونو کې اختلاف دی.

دی وايي، جنرال باجوه د پاکستان دریځ په واضیح ډول څرګند کړی او افغان چارواکو ته یې ویلي چې هند باید په افغانستان کې هیڅ راز رول ونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي وړمه ورځ د پاکستان نوی لومړی وزیر او د پوځ مشر جنرال باجوه هم په افغانستان کې د هند د رول، د پاکستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه ۸ ساعته غونډه کړې وه.

د راپورونو پر بنسټ عمران خان او باجوه هم ویلي، چې له امریکا سره د پاکستان د اختلاف یو ټکی همدا هند ته په افغانستان کې د زیات رول ورکول دي.

دواړو ټینګار کړی و، چې امریکا باید په افغانستان کې د هند رول محدود کړي او پولې ورته وټاکي.

که څه هم افغان چارواکو تر اوسه د پاکستان د دغه څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې دغه ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان ښکاره لاس وهنه بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي