د حقاني شبکې بنسټ ګر جلال الدین حقاني ومړ

13 سنبله 1397 ساعت 9:46

وسله والو طالبانو تایید کړه، چې د حقاني شبکې بنسټ ګر او د طالبانو د کوټي شورا غړی جلال الدین حقاني مړ شوی دی.


وسله والو طالبانو تایید کړه، چې د حقاني شبکې بنسټ ګر او د طالبانو د کوټي شورا غړی جلال الدین حقاني مړ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبې د وږي ۱۳ مه پر ټوېټر په یوه پیغام کې د حقاني د مړیني پخلی کړی دی.

مجاهد په دغه پیغام کې لیکلي، چې چې جلال الدین حقاني له ورپېښې یوې اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شوی دی.

باید و ویل شي، چې جلال الدین حقاني پخوانی جهادي قوماندان و، چې د طالبانو په راتګ سره له دغه ډلې سره ملګري او د طالبانو په دوران کې د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر وو.

د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته هغه هم له هېواد و وتلو او ویل کېږي، چې پاکستان کې مېشت و او له هغه ځایه یې د طالب لیکو په بیا پیاوړي کولو کې مهم رول ولوباوه.

له دې سره تر څنګ دا هم ویل چې د طالبانو د کوټې شورا دغه غړي د پاکستان د څارګرې ادارې یا آی اېس آی سره هم نېږدې اړیکې لري او د همدې اړیکو پر مټ یې په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په بریدونو کې لوی لاس درلوده.

دغه راز ویل کېږي حقاني د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په ګډون له عرب جنګیالیو سره هم نېږدې اړیکې درلودې.

که څه هم د حقاني شبکې د بنسټ ګر د مړینې اوازې وړاندې هم خپرې شوې او ویل شوي و، چې نوموړي د تور زیړي ناروغۍ له امله څلور کاله وړاندې مړ شوی خو طالبانو یې اوس مړینه تایید کړې ده.

حقاني شبکه هغه وسله وال ډله ده، چې امریکا په تور لېست کې شامله کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107915

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107915/

جمهور
  https://www.jomhornews.com