روسیه:

ترهګر ډلې هڅه کوي له افغانستان د نشه يي توکو قاچاق کنټرول کړي

13 سنبله 1397 ساعت 10:23

د روسیې د فدرالي پولیسو ادارې ویلي، ترهګرې ډلې هڅه کوي له افغانستان د قاچاق کېدونکو نشه يي توکو پر کاروبار واک ولري.


د روسیې د فدرالي پولیسو ادارې ویلي، ترهګرې ډلې هڅه کوي له افغانستان د قاچاق کېدونکو نشه يي توکو پر کاروبار واک ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې زیاته کړې، ترهګرې ډلې غواړي  په دې توګه نه یوازې دا چې، خپله مالي برخه قوي کړي، بلکې د وسلو قاچاق ته لاره هواروي او ځان ته لا ډېرې مالي سرچینې پيدا کوي.

سرچینه ټینګار کړیو چې په منځني ختیځ کې داعش ډله کمزورې شوې ده اوس هڅه کوي د نړۍ په نورو ځایونو کې د مالي سرچینو په پیدا کولو سره ځان پياوړی کړی.

باید و ویل شي، چې روسیه لا هم داعش ډله د سیمې لپاره یو خطر بولي او په وینا یې دوی په ټولو تر خطر لاندې سیمو کې اړین تدابیر نیولي دي او دغه ډلې ته به د ورانکارو فعالیتونو اجازه ور نه کړي.

روسیه دغه اندېښې پر داسې مهال څرګندوي، چې د برېتانیا دفاع وزیر هم افغانستان ته د سفر پر مهال ویلي، چې داعش ټولې اروپا ته لوی ګواښ دی او دغه ډله د پراختیا په حال کې ده.

خو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندانان وايي، داعش په افغانستان کې سخت ځپل شوی او د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا به نور هم تر فشار لاندې وځپل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107919

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107919/

جمهور
  https://www.jomhornews.com