۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر پاکستان او هند ته ځي

سی شنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۰
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د پوځ مشر جنرال جوزف ډانفورډ پاکستان او هند ته ولاړ شي او دواړو هېوادونو له چاروکو سره پر یو لړ مسایلو بحث او خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر پاکستان او هند ته ځي
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د پوځ مشر جنرال جوزف ډانفورډ پاکستان او هند ته ولاړ شي او دواړو هېوادونو له چاروکو سره پر یو لړ مسایلو بحث او خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنۍ وايي، پاکستان او هند ته د دغه امریکايي چارواکو د سفر موخه دا ده، چې پاکستان او هند د افغانستان د ثبات په برخه کې مرسته وکړي.

رسنۍ وايي، جوزف ډانفورډ به له پاکستاني او هندي چارواکو وغواړي، چې د جنوبي اسیا د تګلارې په برخه کې له امریکا سره خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي.

امریکايي رسنۍ زیاتوي، چې ډانفورډ به پاکستاني اوهندي چارواکو سره اوږده بحثونه ولري او له دوی به وغواړي چې د افغانستان په ثبات او سوله کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

ویل کېږي جنرال جوزف ډانفورډ به هڅه وکړي، پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې ته تیار کړي او همدا راز به ترې وغواړي چې طالب وسله وال د سولې خبرو ته حاضر کړي.

دغه امریکايي چارواکي پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې امریکا تازه پر پاکستان ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته بنده کړې او دغه راز د امریکا د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې پر دوه پاکستاني کمپینو به بندیزونه ولګوي.

امریکايي چارواکو وړاندې ویلي و، چې د نوې تګلارې له اعلان سره سم یې له پاکستان په کلکه غوښتي و، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې له توپیر پرته مبارزه وکړي او د ترهګرو ډولو مرکزونه له منځه یوسي، خو په وینا یې پاکستان تر اوسه دا کار نه دی کړی.

امریکا وايي، له همدې امله یې پر پاکستان خپلې ۳۰۰ میلیون ډالري مرستې ودرولې او په وینا یې تر هغه به یې ورنکړي تر څو دغه هېواد خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ضد کوټلي ګامونه نه وي اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي