۰

د بغلان نهرین ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې

سی شنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۰
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو له یوې سختې جګړې وروسته د بغلان ولایت نهرین ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.
د بغلان نهرین ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو له یوې سختې جګړې وروسته د بغلان ولایت نهرین ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې د نهرین د نیولو په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي وايي، افغان ځواکونو تېره ورځ په نهرین ولسوالۍ کې پراخ عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې شپږ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د جګړې په ترڅ کې طالبان په شاتمبول شوي او دغه ولسوالي د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

والي د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي