طالبانو بیا په غزني کې مخابراتي شبکې بندې کړې

13 سنبله 1397 ساعت 15:49

د غزني ولایت اوسېدونکي او سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو یو ځل بیا په دغه ولایت کې پر ټولو شخصي مخابراتي شبکو بندیز لګولی دی.


د غزني ولایت اوسېدونکي او سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو یو ځل بیا په دغه ولایت کې پر ټولو شخصي مخابراتي شبکو بندیز لګولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني چارواکي هم تاییدوي، چې ځینو خصوصي مخابراتي شبکو په غزني کې د طالبانو د ګواښ له امله خپل فعالیتونه محدود کړي دي.

د مخابراتي اسانتیاوو د تنظیم اداره یا اترا هم په غزني کې د خصوصي مخابراتي شبکو د بندیدو دلیل د طالبانو ګواښونه ښودلي.

ځینو سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د طالبانو ډلې په دغه ولایت کې له خصوصي مخابراتي شبکو څخه غوښتي چې خپلې شبکې د سهار له ۷ څخه تر ۱۰ بجو فعالې وساتي او نور وختونه یې بندې کړي.

د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي، طالبانو یوازې نن ځینو مخابراتي شبکو ته د یوې ورځې له پاره د فعالیت اجازه ورکړې وه.

د غزني چارواکي هم د دې خبرې پخلي کوي او د والي ویاند مخابراتي شبکو د دوی له خبرتیا پرته د طالبانو د ګواښ پر اساس فعالیتونه بند کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په همدې تړاو د مخابراتي شبکو څو تنه مسؤولین نیول شوي هم دي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

د غزني د والي ویاند زیاتوي چې تر دې وړاندې هم طالبانو خصوصي مخابراتي شرکتونو ته ګواښ کړی و، خو د سیمې د خلکو او د دغې ډلې د غړو تر منځ د تفاهم له امله دغو شبکو فعالیت کاوه.

د طالبانو له خوا د مخابراتي شبکو د فعالیتونو له بندېدو سره یو ځل بیا غزني ښاریانو ته پر دغه ښار د طالبانو د برید وېره پیدا شوې ده.

خو امنیتي او ولایتي چارواکو د امنیت ډاډ ورکړی او وايي، طالبان دا ځل په غزني برید نه شي کولی، ځکه په تېرځلي برید کې یی سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سخت ځپل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107947

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107947/

جمهور
  https://www.jomhornews.com