سټیفن ډیمیستورا:

روسیه او ترکیه دې د سوریې ادلب کې د لوی جنګ د پېښېدو مخه ونیسي

14 سنبله 1397 ساعت 10:13

د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمیستورا پر روسیه او ترکیه غږ کړي، چې د سوریې په ادلب ولایت کې د لویې پېښېدونکې جګړې مخه ونیسي.


د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمیستورا پر روسیه او ترکیه غږ کړي، چې د سوریې په ادلب ولایت کې د لویې پېښېدونکې جګړې مخه ونیسي.

د جمهور آژانس د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، دوی د سوریې په ادلب ولایت کې د یوه ستر بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په اړه جدي اندېښنې لري.

به همدې تړاو د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمیستورا پرون ماښام په ژنیو کې خبریالانو ته ویلي، چې خپله دی د روسيې او ترکیې له ولسمشرانو غواړي، چې په ادلیب کې د پېښیدونکې جګړې مخه ونیسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي« په ادلیب کې دننه دوه عشاریه نهه میلونه کسان اوسیږي. تکراروم یې ځکه چې ډیر لوی شمیر خلک دي. په دوی کې یو میلون یې ماشومان دي، هغوی ترهګر نه دي، یو میلون ماشومان دي، دا نور څه کم درې میلونه شمېر چې ما یاد کړ، دوی هم تر هګر نه دی، ځکه موږ تثبیت کړې چې په ادلیب کې ټول لس زره د النصره جبهې غړي موجود دي.»

د ملګرو ملتونو سازمان پر داسې مهال دغه غوښتنه کوي، چې له یوې خوا سوري پوځ د روسیې د هوايي ځواک په ملاتړ په ادلب کې د پراخو پوځي عملیاتو له پاره تیاری نیسي او له بلې خوا امریکا خبردارۍ ورکړی، چې که د سوریې رژیم په ادلیب کې له کیماوي وسلې کار واخلي، امریکا او متحدان به یې هم بشار الاسد ته چټک او مناسب ځواب ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107960

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107960/

جمهور
  https://www.jomhornews.com