۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر پاکستان ته رسېدلي دي

چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو او د پوځ مشر جنرال جوزف ډانفورډ پاکستان ته رسېدلي او ټاکل شوې د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر پاکستان ته رسېدلي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو او د پوځ مشر جنرال جوزف ډانفورډ پاکستان ته رسېدلي او ټاکل شوې د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو او جنرال ډانفورډ پرون سه شنبې د وږي ۱۳ مه ماښار اسلام آباد ته رسېدلي او لومړی به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وګوري.

پاکستان ته د دغه دوه لوړ پوړو امریکايي چارواکو د سفر موخه د افغانستان د سولې او له ترهګرۍ سره د جدي مبارزې په اړه بحث او خبرې دي.

امریکایي رسنۍ وايي، پمپیو او جنرال ډانفورډ به له پاکستان څخه جدي غوښتنه وکړي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې له توپير پرته اقدامات او دغه راز د افغانستان د سولې په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې ښاغلي پمپیو او ښاغلي ډانفورډ به د پاکستان له سفر وروسته د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس سره یو ځای هند ته هم سفر وکړي.

ویل کېږي، چې هند ته تلوونکي امریکايي چارواکي به د هند د بهرنیو چارو وزیرې اغلې سوشما سوراج او دفاع وزیر سره وګوري.

باید و ویل شي، پاکستان ته د لوړ پوړو امریکايي چارواکو سفر پر داسې مهال تر سره کېږي، چې له یوې خوا امریکا تازه پر اسلام آباد ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته بنده کړې او له بلې خوا یې زلمي خلیلزاد د افغانستان له پاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.

واشنګټن وايي، پر اسلام آباد یې ځکه ۳۰۰ میلیونه دالره مرسته بنده کړې، چې دغه هېواد په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې جدي مبارزه نه ده کړې او په دې برخه کې دوه ګونی چلند لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي