۰

ولسمشر غني د جعلي تذکرو د څېړلو امر کړی دی

چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۴
ولسمشر محمد اشرف غني د جعلي پېژندپاڼو د څېړلو جدي امر کړی او په همدې موخه یې یو پلاوی هم ګمارلی دی.
ولسمشر غني د جعلي تذکرو د څېړلو امر کړی دی
ولسمشر محمد اشرف غني د جعلي پېژندپاڼو د څېړلو جدي امر کړی او په همدې موخه یې یو پلاوی هم ګمارلی دی.

د جمهور خبري آژانس د ولسمشر د حکم پر بنسټ، له ۱۳۹۶ کال نه تر ۱۳۹۷کال پورې د تابعیت تذکرو د وېش په بهیر کې د تذویر څرنګوالي د هر اړخیزې څېړنې په موخه یې د لویې څارنوالۍ په مشرۍ باصلاحیته پلاوی ګومارلی دی.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه پلاوي کې د ملي امنیت د عمومي ریاست په ګډون، کورنیو چارو وزارت، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د معلوماتو او احصائیې ملي اداره او د نفوسو د احوال ثبت مرکزي اداره غړیتوب لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د دغه حکم پر اساس، پلاوی دنده لري هغه مسؤولین او اشخاص چې د تابعیت تذکرو د تذویر په ترتیب او اجرا کې یې رول درلود، تر پېژندلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي او د خپلو هر اړخیزو څېړنو او موندنو راپور له مشخصو وړاندیزونو سره یو ځای ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

ولسمشر د جعلي تذکرو په اړه د پلټنو امر پر داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لوی ملي ائتلاف سل زره جعلي پېژندپاڼې چې سټېکرونه هم پرې لګېدلي وو رسنیو ته وښودې.

دغه ائتلاف وایي د تذکرو او سټیکرونو په ګډون یې نېږدې يو میليون داسې اسناد راټول کړي چې د دوی په خبره، د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي