۰

لویه څارنوالي وايي، د جعلي تذکرو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي

چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۹
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د جعلي تذکرو د معلومولو له پاره یې پلټنې پیل کړې او په همدې موخه یې یو پلاوی هم ټاکلی دی.
لویه څارنوالي وايي، د جعلي تذکرو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د جعلي تذکرو د معلومولو له پاره یې پلټنې پیل کړې او په همدې موخه یې یو پلاوی هم ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشد رسولي نن چهارشنبې د وږي ۱۴ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې که څه هم لویې څارنوالۍ د جعلي پېژندپانو د پلټنې په اړه له وړاندې تحقیقات پیل کړي وو، خو د ولسمشر له امر وروسته یې د دغه پلټنو له پاره یو پلاوی ټاکل دی.

نوموړي و ویل، چې مخکنیو پلټنو کې یو شمېر جعلي پېژندپاڼې پېژندل شوې او په تراو یې یو شمېر کسان هم لوي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

رسولي، وايي، اوس د ولسمشر د حکم سره سم لویې څارنوالۍ د تازه شوې ادعا د پلټنو له پاره یو پلاوی ټاکلی، چې خپل کار یې پیل کړی او تر پلټونو وروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړای شي.

دی زیاتوي، دغه پلاوی به شل ورځې د جعلي پېژندپانو او د هغوی د جوړونکو په اړه پلټنې وکړي او تر هغې وروسته به دا معلومات له ولس سره شریک کړای شي، چې څومره پېژندپاڼې جعلي او څومره کسان په کې ښکېل دي.

د لویې څارنوالي ویاند ټینګار وکړ، که چېرته په پلټنو کې کوم څوک ګرم وګڼل شي نو له قانون سره سم به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

لویه څارنوالي پر داسې مهال د جعلي پېژندپاڼو او د هغو د جوړونکو په اړه د پلټنو له پاره پلاوی ټاکي او کار پیلوي، چې د افغانستان لوي ملي ائتلاف څو ورځې وړاندې په یوه غونده کې سل زره داسې پېژندپاڼې د رسنیو سره شریکې کړې، چې د دوی په وینا جعلي جوړې شوې او د ټاکنو د کمېسیون سټېکرونه پرې وهل شوي دي.

ولسمشر غني د همدې موضوع د څېړلو له پاره یوه پلاوي ته امر کړی، چې جعلي پېژندپاڼو او د جوړنکو په اړه یې جدي پلټنې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي