۰

د کرنې وزارت غواړي د زراعت او مالدارۍ برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي

چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۲
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، دغه زارت هڅه کوي، چې د زراعت او مالدارۍ برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.
د کرنې وزارت غواړي د زراعت او مالدارۍ برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، دغه زارت هڅه کوي، چې د زراعت او مالدارۍ برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دراني دغه څرګندونې په هغه مراسمو کې وکړې، چې په پروان ولایت کې د چرګانو د دوه فارمونو ګټې اخیستنې ته د سپارلو له پاره جوړ شوي وو.

په پروان کې د چرګانو دغه دوه فارمونه هم د د کرنې او مالدارۍ وزارت په هڅو جوړ او نن چهارشنبې د وږي ۱۴ مه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

ښاغلي دراني د دغه فارمونو د سپارلو په مراسمو کې وویل، چې د خصوصي سکټور له مرستې پرته زراعتي پراختیا ناممکنه ده نو کرنې وزارت له دوی سره، په یو ځای کار کولو سره غواړي زراعت او مالدارۍ برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.

دغه فارمونه په پرمختللي سیستم سمبال دي او په اتوماتیک ډول د چرګانو غذایي مواد رسوي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر اساس پر دې فارمونو باندې ۵۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی او په کال کې به ۴۸۰ مټریک ټنه غوښه تولیدوي او ۲۴کسانو ته پکې د کار زمینه مساعده شوې ده.

جمهور خبري آژانس:پروان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي