۰

طالبانو د غور د شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان وژلی دی

پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۱
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی او ۲۰۰ټنه غنم یې له ځانه سره وړي دي.
طالبانو د غور د شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان وژلی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی او ۲۰۰ټنه غنم یې له ځانه سره وړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، چې امنیه شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

نوموړي چې امنیه قومندان د یاد ولایت له مرکزه شهرک ولسوالۍ ته هغه ۲۰۰ټنه غنم سکورټ کول چې په اضطراري حالاتو کې باید ترې استفاده شوې وای، خو د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شوی، چې د برید په پایله کې نوموړی له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غور
 
 

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي