سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني له امنیه قوماندانۍ نه، خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوايي ځواک د غزني په قره باغ کې پر طالبانو برید کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، وسله وال طالبان په دوه موټرو کې سپاره و، چې د قرباغ ولسوالۍ په خیرنه چوک سیمه کې هوايي ځواک په نښه کړل.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه برید کې د حضرت ولي په نوم د یوه سرګروپ په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني