د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش د کابل په لوېدیځ کې وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دغه ډول بریدونه کومه پېښه نه بلکې، یو پلان شوی امر دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټینګار کړی، چې دغه ډول بریدونه د ملکي خلکو وژل کاملآ یو هدفمند او پلان شوی امر دی، چې دقیق امنیتي تدابیرو او طرحه شوې ستراتېژۍ ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د خلکو دښمنان هره ورخ یو جنایت او فاجعه رامنځ ته کوي تر څو افغان ولس له پرمختګ څخه وروسته پاتې او له راتلونکو هیلو نا امیده کړي.
د دانش په وینا که څه هم د افغان ولس دښمنان به په دغه ډول کارونو په ترسره کولو خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، خو زیاتوي، چې امنیتي ادارې او افغان حکومت د خلکو د امنیت له تامین څخه ځان بې مسوولیت نه شي ګڼلای.
د ولسمشر دوهم مرستیال ویلي، چې امنیتي ادارې او حکومت اړ دی، چې خلکو د امنیت د تامین له پاره کوتلي ګامونه واخلي او د دغه ډول بریدونو مخنوی وکړي.
هغه د کابل د لوېدیځ له خلکو، قومي مشرانو او مخورو وغوښتل، چې د خلکو د امنیت په خاطر له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو د تل په څېر مرسته او همکاري وکړي.
دانش زیاته کړی، چې دی به د حکومت له مشرانو او امنیتي چارواکو سره تر خپل توان کار وکړي، تر څو د دغه ډول بریدونو مخنیوی وشي.
باید و ویل شي، چې د کابل په لوېدیځ دشتي برچي سیمه کې پرون چهارشنبې د وږي ۱۴ مه ماښام مهال غبرګ ځانمرګي بریدونه وشول، چې له امله یې د دوه خبریالانو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
د دغه برید مسوولیت داعش وسله والو پر غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل