۰

له پاکستانه د افغان کډوالو وتل په سولې پورې اړه لري

شنبی ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي وايي، له پاکستان د افغان کډوالو وتل په افغانستان کې په دوامداره سولې پورې اړه لري.
له پاکستانه د افغان کډوالو وتل په سولې پورې اړه لري
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي وايي، له پاکستان د افغان کډوالو وتل په افغانستان کې په دوامداره سولې پورې اړه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګرانډي دغه څرګندونې پرون جمعه د وږي ۱۶ مه اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر کتنې وروسته کړې دي.

نوموړي ویلي، افغان کډوال به د تل له پاره پاکستان کې پاتې نه شي، خو په وینا یې هغه مهال خپل هېواد ته ستنېدلی شي، چې په افغانستان کې سرتاسري سوله راشي او ثبات ټینګ شي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت هم د د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر تاييدوي او وايي، د افغانانو لومړنۍ اړتیا سوله ده او کډوالو د بېرته راتګ موضوع هم په سولې پورې تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د اوسېدونکو افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده د روانې سیپتمبر میاشت په پای کې ختمېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي