د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ټاکل شوې د دوی یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې په تړاو د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم ویلي، تر اوسه د غونډې کره نېټه نه ده معلومه شوې او د پاکستان ځواب ته منتطر یو.
ښاغلي سلیم دا هم و ویل، چې د سولې عالي شورا د وسله والو مخالفینو له ځینو کړیو سره هم تماسونه لري، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.
په ورته وخت کې د سولې عالي شورا مرستیال ټینګار وکړ، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره د دوی او امریکا هڅې په پوره همغږۍ ترسره کېږي.
نوموړی وايي، دوی دا هلې ځلې څاري او هیله مند دي چې پر پاکستان به د افغانستان د متحدانو په ځانګړي ډول د امریکا فشارونه مثبته پایله ولري.
د سولې د عالي شورا مرستیال و ویل که پاکستان صادقانه ګامونه واخلي او د پخوا په څېر معامله ونه کړي، ښايي د بین الافغاني خبرو بهیر پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل