۰
د امریکا دفاع وزیر:

امریکا د دایمې سولې تر ټینګښت پورې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

شنبی ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د دفاع وزیر په مشرۍ د امریکا له نظامي پلاوي سره د افغان سولې، ترهګرۍ سره پر ګډې مبارې، ښې حکومتولۍ، ټاکنو او دغه راز له پاکستان سره پر اړیکو بحث او خبرې کړې.
امریکا د دایمې سولې تر ټینګښت پورې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د دفاع وزیر په مشرۍ د امریکا له نظامي پلاوي سره د افغان سولې، ترهګرۍ سره پر ګډې مبارې، ښې حکومتولۍ، ټاکنو او دغه راز له پاکستان سره پر اړیکو بحث او خبرې کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال جیمز متیس پرون جمعه د وږي ۱۶ مه کابل ته راغی چې د امریکا د پوځ مشر جنرال ډانفورډ هم ورسره وو.

هغه په ارګ کې له ولسمشر غني او د افغانستان د امنیت شورا سره کتلي او په خبرو کې یې ویل چې کابل ته د سفر موخه یې په افغانستان کې د سولې او جګړې ارزونه وه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه ناسته کې په ځانګړي ډول پر افغان سولې خبرې وشوې، چې په تړاو یې شوي اقدامات مثبت ارزول شوي او تمه ده، چې راتلونکې کې ښې پایلې ولري.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې جنرال مټیس ته ویلي، چې د داخلي بریدونو د مخنیوي لارې چارې لټول یې د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر جيمز مټېس ژمنه کړې، چې امریکا به په افغانستان کې د دایمې سولې او ثبات تر ټینګښت له افغانانو سره خپلو مرستو دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په ورستیو کې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې پراخې کړې دي.

د امریکا د دفاع وزیر خبریالانو ته ویلي وو، چې دی د سولې وروستیو هڅو ته هیله مند دی او په کابل کې د امریکا سفارت د سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي.

افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر له سفر وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو اسلام ته سفر درلود چې د افغان سولې او جګړې په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي