۰

کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۷
سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار – هرات پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار – هرات پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې دغه پېښه نن شبنې د وږي ۱۷ مه سهار وختي د کندهار او هلمند تر منځ د ميوند ولسوالۍ اړوند حوض مدد سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند محمد عزيز عزيزي وايي، د احمدشاه ابدالي شرکت اړوند مسافر وړونکی موټر د هلمند له لښکرګاه څخه کندهار ته په لاره و، چې ترافیکي پېښه یې وکړه.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په وژل شویو کې درې مېرمنې او درې ماشومان او دغه راز په ټپیانو کې درې مېرمنې او یو ماشوم شامل دی.

د کندهار د ترافیکو مدیر عبدالحمید افضلي ویلي، پېښه د مسافر وړونکي او مازدا موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي