۰

ولسمشر په څلورو امنیتي زونونو د کابل ښار د وېشلو امر کړی دی

شنبی ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۴
ولسمشر غني، امنیتي ارګانونو ته امر کړی، چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره دې، دغه ښار په څلورو امنیتي زونونو و ویشي.
ولسمشر په څلورو امنیتي زونونو د کابل ښار د وېشلو امر کړی دی
ولسمشر غني، امنیتي ارګانونو ته امر کړی، چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره دې، دغه ښار په څلورو امنیتي زونونو و ویشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخي د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې د پرله ‌پسې خونړیو بریدونو وروسته دغه امر کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر پرون جمعه د وږي ۱۶ ماښام په ارګ کې د کابل ښار د لوېدیځې سیمې له استازو سره په ارګ کې وکتل او د کابل د لویدیځ او نورو زونونو د امنیت د ټینګولو پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

خبرپاڼه د ولسمشر له قوله وايي، په دې برخه کې اخیستل شوي ګامونه کافي نه دي او لارښوونه مې کړې ده چې د کابل د لویدیځې خوا په ګډون دې کابل په څلورو امنیتي زونونو وویشل شي.

ولسمشر ویلي، چې دا مهال د امنیتي همغږۍ مرکز د کابل په لویدیځه برخه کې فعال دی چې راتلونکي کې به په اساسي امنیتي مرکز بدل شي.

د کابل ښار د لویدیځې برخې له یو شمیر استازو سره دغه لیدنه وروسته له هغې کیږي، چې تیره چهارشنبه په دغې سیمې کې د پرله ‌پسې ځانمرګي برید او چاودنې له امله ۲۶ تنه و وژل شول او ۹۱ نور ټپيان شول.

ښاغلي غني دغو بریدونو ته په اشارې ویلي د افغانستان ملي امنیت له یو سترې توطیې او ګواښ سره مخ دی او د کابل د لویدیځې خوا مسئله دغه خبره ثابتوي.

ولسمشر زیاته کړې، چې د کابل د لویدیځې برخې امنیت ته به د لوړ ګواښ په توګه اساسي پام وشي او هغه امنیتي تدابیر به په کې تطبیق شي، چې د کابل د شنې ساحې لپاره په پام کې نیول شوي دي.

ولسمشر غني د زونونو په چوکاټ کې د امنیتي تطبیقي پلان پر ترتیبولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د خلکو په وړاندیز دې ګډه ولسي امنیتي کمیټه رامنځ ته او دغه راز، د راپور ورکولو او څارنې میکانیزم دې ورته جوړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي