۰

جاپان کې سختې زلزلې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۵
راپورونه وايي، چین کې د یوې سختې زلزلې له امله ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه کورونه یې نړولي، چې ښايي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.
جاپان کې سختې زلزلې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورونه وايي، چین کې د یوې سختې زلزلې له امله ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه کورونه یې نړولي، چې ښايي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جاپاني رسنیو ویلي، دغه زلزله چې د ریشتر په درجه ۶،۷ وه د جاپان په هوکیادو جزیره کې رامنځ ته شوې ده.

لومړني راپورونه وايي، په دغه زلزله کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

جاپاني رسنیو زیاته کړې، چې د زلزلې له امله ځمکه ښوېدلې، چې سلګونه کورنه یې تر خاورو لاندې کړي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي