د کابل درې لوړ پوړي امنیتي چارواکي له دندو لرې کړای شول

17 سنبله 1397 ساعت 15:55

راپورونه وايي، د کورنیو چارو وزارت د کابل ولایت څلور لوړ پوړي امنیتي مشران له دندو لرې کړي او پر ځای یې نوي کسان ګمارلي دي.


راپورونه وايي، د کورنیو چارو وزارت د کابل ولایت څلور لوړ پوړي امنیتي مشران له دندو لرې کړي او پر ځای یې نوي کسان ګمارلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل امنیه قوماندان جنرال داوود امین، د کابل د ملي امنیت رییس جنرال محمد شفیع او د ۱۱۱ مې فرقې قوماندان جنرال جماالدین سعید هغه کسان دې چې له دندو لرې کړای شوي دي.

راپورونه وايي، د کابل د امنیه قوماندان جنرال داوود امین پر ځای سید محمد روشندل د کابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

ویل کېږي، روشندل وړاندې تر دې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو قوماندان او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معنیت د رییس ارکان په توګه دندې تر سره کړي دي.

تر اوسه دا خبر رسمي سرچینو نه دی تایید کړی او نه هم د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108060

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108060/

جمهور
  https://www.jomhornews.com