ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ته د برېښنا او ګازو صادرات ډېروي

18 سنبله 1397 ساعت 8:50

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په دغه هېواد کې د حرارتي برېښنا د تولید د یوه لوی مرکز په پرانستلو سره وايي، هېواد به یې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا او ګازو صادرات ډېر کړي.


د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په دغه هېواد کې د حرارتي برېښنا د تولید د یوه لوی مرکز په پرانستلو سره وايي، هېواد به یې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا او ګازو صادرات ډېر کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف پرون شنبې د وږي ۱۷ مه په خپل هېواد کې د حرارتي برېښنا د تولید تر ټولو لوی مرکز پرانسته وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې ترکمنستان کې د ورته سترو فابریکو په جوړېدو سره د برېښنا او ګاز تولید ډېرېږي، چې له مخې یې ګاونډیو هېوادونو ته صادرات هم لوړېږي.

د ترکمنستان له دغه برېښنایي فابریکې څخه به د کال ۳ ملیون کیلوواټ ساعت برېښنا صادره کړي، چې د دغه هېواد د ولسمشر په خبره د صادراتو له لوړېدو سره به په مصرفوونکو هېوادونو کې د توکو بیې هم ټيټې شي.

باید و ویل شي، دا برښنا کوټ، چې ګاز په برښنا بدلوي د ترکمنستان مروې ښار ته نېږدې د یو ملیارد او ۲ سوه میلیون ډالره په لګښت جوړ شوی دی.
 
 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108065

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108065/

جمهور
  https://www.jomhornews.com